بلوچ: د هلمند دولتي ادارو کې ښځو سره ناسم چلند کېږي

په لښکرګاه کې د هلمند مدني ټولنې د ښځو په اړه په يوه کنفرانس کې د ښځو پر اړوندو ستونزو خبرې وکړې.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد غونډې ته په وينا کې هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، وستايلې.

د هلمند د ولايتي شورا غړې راضيې بلوچ وويل د هلمند په دولتي ادارو کې له ښځو سره ناسم چلند کېږي او کارونه نه‌ورکول کېږي.

د غونډې په پاى کې يو پرېکړه‌ليک هم خپور شو چې د تاوتريخوالي د کمېدو او په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار ورکولو غوښتنه په‌کې شوې وه.