باوري: جګړو ۷۵ سلنه تاریخي او فرهنګي اثار له منځه وړي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د جنګ جګړو په تېرو څو لسیزو کې د هېواد ۷۵ فیصده تاریخي او فرهنګي میراثونه یا له‌منځه تللي او یا هم نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

دغه خبره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال پوهنوال رسول باوري نن په کابل کې د تاریخي میراثونو د پالونکو د قدرداني په غونډه کې وکړه.

ښاغلي باوري زیاته کړه، د قاچاق شویو تاریخي او فرهنګي میراثونو یوه اندازه بېرته د دوی لاسته ورغلې خو ډېره برخه‌یې لا هم لادرکه ده.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د خپل دولت سره د دغو میراثونو په ساتنه او راټولونه کې مرسته وکړي.