نظري: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري نن په کابل کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې ټول باید د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو په برخه کې یو بل ته لاسونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.