ایشچي: قضیه مې سترې محکمې ته استول کېږي

ټاکل شوې چې د جوزجان د پخواني والي احمدخان ایشچي قضیه د روانې اوونۍ تر پایه سترې محکمې ته واستول شي.

دا خبرې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي نن له ازادي راډيو سره په مرکې وکړې.

ښاغلي ایشچې وویل که څه هم د جنرال دوستم هغه ساتونکي چې دی پرې ادعا لري توقیف شوي نه دي خو سترې محکمې ته یې د قضیې استول یو مثبت ګام دی.

خو د احمد ایشچې د قضیې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه لویې څارنوالۍ څه نه دي ویلي.

د جوزجان پخواني والي احمد خان ایشچي تور پورې کړی چې د لیندۍ په پنځمه د جنرال دوستم په امر په جوزجان کې ونیول شو او د هغه په امر ۱۰ ساتونکو ده ته د بدلمنۍ د وراړولو هڅه وکړه.