ځواک: د لغمان الیشنګ کې ۱۸ وسله وال مخالفین وژل شوي

لغمان کې د وسله والو طالبانو د نهو مشهورو قوماندانانو په ګډون اتلس تنه وسله وال وژل شوي دي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شامرام، قلعټک او صبر اباد په سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د الماس ۳۹ په نوم ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي په دې عملیاتو کې اتلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور زخمیان شوي دي.

ځواک وايي په وژل شویو کې دطالبانو نهه تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي.

په لغمان کې د روانو عملیاتو په تړاو وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ويلي.