قریشي: د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې ۶۰۰ مخالفین حضور لري

د کندز چارواکي وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کې څه باندې ۶۰۰ تنه وسله وال مخالفین فعاله حضور لري او د دولت پر وړاندې جنګېږي.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې خپل رونیز مرکزونه جوړ کړي او تنکیو ځوانانو ته پوځي، د ترهګریزو حملو او ځانوژونکو برېدونو روزنې ورکوي.

ښاغلي قریشي وايي، د دې ولسوالۍ ځنګلونه د تاجکستان هېواد په ۵۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري او که چېرې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو مخه ونه نيول شي نو د هوا په ګرمېدو سره به په کندز کې امنیتي ننګونې تر دې هم زیاتې شي.

په ورته وخت کې بیا د کندز والي اسدالله عمرخېل وايي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ته په دې ولایت کې درانه زیانونه اوښتي او وروسته له دې هغوی نشي کولای په دې ولایت امنیت وننګوي.