سوریه کې وژل شویو افغان جنګیالیو کورنیو ته کورونه ایران کې جوړ شول

د ايران حکومت د هغو افغان جنګيالیو د کورنیو لپاره کورونه جوړ کړي چې د سوريې جګړه کې وژل شوي دي.

دا کورونه د تهران په يوه څنډه کې د آستان قدس رضوي خيريه موسسې په مالي مرستو جوړ شوي دي. دا موسسه د ايران تر ټولو بډايه خيريه موسسه ده.

آستان قدس رضوي مشهد ښار کې د امام رضا د زيارت څارنه کوي.

د ايران حکومت په ډېره ارامي او پرته له ستونزې د افغانانو په ګډون داوطلب جنګيالي سوريې ته د جګړې لپاره لېږي.

ايراني چارواکو دغه کورونه د تهران په باقر ښارګوټي کې څلور ورځې مخکې افتتاح کړل.

د آستان قدس رضوي متولي ايت‎الله ابراهيم رئيسې د نورو روحانيانو ترڅنګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

دی د ايران د ستر مذهبي مشر ايت‎الله علي خامنه اي ځای ناستی هم ګڼل کېږي.

ایراني رسنۍ د ښاغلي رئيسې له قوله لیکلي چې په دغو مراسمو کې يې وويل:

"د شهيدانو درنې کورنۍ چې د اسلام او اهل بیت د حرم د دفاع په خاطر يې ګران خپلوان قربان کړي دي، باید د توجه لومړيتوب ولري او ورسره مرسته وشي."

د دغو کورونو ورکول د تهران لخوا د ايراني، افغان او پاکستاني هغو جنګيالیو له کورنیو سره د مرستې وروستی اقدام دی چې د سوريې او عراق په جنګونو کې وژل شوي دي.

د ايران حکومت په نولس سوه اتيايمه لسيزه کې د عراق په جګړه کې د وژل شوېو له کورنيو سره ورته مرستې کولې.

ايراني چارواکي وايي، دغه جنګيالي د شيعه‎ګانو د مقدسو زيارتونو څخه د دفاع په خاطر په خپله خوښه سوريې ته تللي وو.

خو راپورونه وايي، له هغو افغانانو سره چې سوريې ته ځي، د مالي مرستو او په ايران کې د اوسېدو د اجازې ژمنه کېږي.

ملګرو ملتونو د هغو افغانانو شمېر چې په ايران کې اوسي، يو میليون اټکل کړی خو تهران وايي، درې میلیونه افغانان په دغه هېواد کې اوسي.

ځينې دغه افغانانان په ډله یيزه توګه افغانستان ته بېرته استول شوي هم دي.

آیت الله ابراهيم رئيسي د دغه ښارګوټي د شاوخوا ۳۶ واحدونو کيلي د هغو افغان جنګيالیو کورنیو ته ورکړې چې سوریه کې وژل شوي يا ورک شوي دي.

د هرکور کيلي په یوه کوچني صندوق کې اچول شوې وه چې ورباندې د وژل شوي کس نوم لیکل شوی وو.

د دغو مراسمو په عکسونو کې تش اپارتمانونه لیدل کېږي چې په کړکیو کې يې د ايران بيرغ او د فاطميون لوا ژېړ رنګی بيرغ رپېږي.

د فاطميون لوا له هغو افغانانو جوړه ده چې ويل کېږي د ايران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران له‎خوا سوریه کې د جګړې لپاره استخدام شوي دي.

د بشار الاسد د رژيم د دفاع لپاره سوریه کې د وژل شوېو افغانانو دقيق شمېر تراوسه نه‎دی معلوم.

ايراني رسنۍ ځينې وختونه د دغو وژل شوېو کسانو د جنازې د مراسمو راپورونه ورکوي خو دا نه وايي چې دغه کسان څه ډول مړه شول.

د ايران د شهيدانو د بنسټ رئيس د تېرکال په نومبر مياشت کې وويل چې د دې هېواد له خوا سوريې ته لېږل شوي تر زر زيات جنګيالي وژل شوي دي.

د ايران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د چارو څېړونکی علي الفونه چې په ډنمارک کې اوسي، آزادي راډيو ته وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۵۸۰ افغانان د سوريې په جګړه کې وژل شوي دي.

دی وايي، يوازې په فبرورۍ مياشت کې له دغو افغانانو څخه ۱۷ کسه يې وژل شوي دي.

الفونه وايي، تهران د افغانانو، پاکستانيانو او نورو شيعه جنګياليو په جوړولو سره نه يوازې د سوريې جګړه کې د ايرانيانو تلفات راکم کړي دي بلکه یو ګڼ مليتي شيعه ځواک يې هم روزلی چې په راتلونکو نيابتي جګړو کې ترې کار اخيستلای شي.

روسیه او ايران په خپلو درنو بمباریو د سوريې په جګړه کې لویه ونډه لري او د بشار اسد د رژيم کلک ملاتړ يې کړی دی.

تهران په خپلو مالي او پوځي مرستو د بشار اسد رژيم ژوندی ساتلی دی.