بغلان والي: د تاله و برفک نیولو لپاره جګړه په شدت روانه ده

د بغلان چارواکي وایي، د طالبانو له ولکې د دغه ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جګړه په شدت سره روانه ده.

د بغلان والي ستار باررز د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو عملیاتو د نتایجو په اړه څه ونه ویل خو وایي، افغان امنیتي ځواکونه تر ډېره هڅه کوي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

"په دقیقه توګه زموږ وسله‎وال پوځونه چې هرګام اخلي، هغوی ته سپارښتنه شوې چې باید تر وروستي حده هڅه وکړي چې خلکو ته زیان ونه رسېږي. خو دا ویل غواړم چې جګړه تر ډېره له استوګنې سیمو لېرې په غرنیو منطقو کې دوام لري. "

دا عملیات داسې مهال پیل شوي چې وسله‎والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ ونیوله، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره تکتیکي شاتګ کړی دی.

افغان ولسمشر تېره ورځ د امنیتي او دفاعي سکتورونو د وزیرانو په یوې غونډې کې د هېواد د امنیتي حالاتو د ارزونې پرمهال د بغلان، لغمان، جوزجان او کابل د وروستیو پېښو په اړه خبري وکړې.

د ارګ د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر په ځانګړي ډول د تاله و برفک ولسوالۍ د جګړو په اړه د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره سپارښتنې کړي دي.

نېژدې یوه اوونۍ کېږي چې په دغه ولایت کې سخته جګړه روانه ده.