بې پيلوټه الوتکې د پاکستان شمال لويديځ کې دوه کسان وژلي

د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان په شمال لويديځ قبايلي سيمه کې پر موټر سايکل سپاره دوه کسان په نخښه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا تر نوي ادارې لاندې په پاکستان کې دغه ډول حمله کړې ده.

دا حمله د کُرمې ایجنسۍ په سره خوا سيمه کې شوې ده.

يوې امنيتي سرچيني ازادي راډيو ته ويلي چې په نخښه شوي دوه مشکوک سخت دريځي قاري عبدالله او قاري شاکر پېژندل شوي دي.

يوه بل چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط دغه حمله او تلفات تائيد کړل.

ده وویل:

"بې پيلوټه الوتکه له افغانستانه راغله او وروسته له هغه چې موټر سايکل سپاره کسان یې په دوو توغنديو وويشتل، بېرته ولاړه."

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه کسان افغان طالبان وو او له وژل شوېو څخه د قاري عبدالله صبوري په نوم کس د افغان طالبانو يو مشر قومندان وو.

مخکينۍ د بې پيلوټې الوتکې حمله د ۲۰۱۶م کال په مې مياشت کې شوې وه چې د افغان طالبانو مشر ملا منصور يې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وواژه.