بغلان چارواکي: دوشي ولسوالۍکې څو کلي له طالبانو پاک شوي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د دوشي ولسوالۍ د نیکپی درې د بېرته نیولو په عملیاتو کې څو کلي د وسله‎والو طالبانو له ولکې ازاد شوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او ۱۲ وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا عملیات په داسې حال مهال کې پيل شوي چې وسله‎والو طالبانو تېره ورځ د تالا و برفک ولسوالۍ ونیوله.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یې تکیتکي شاتګ کړی.