اجرائیه ریاست: د برېښنايي تذکرو ټول مسایل حل شوي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د برېښنايي تذکرو ټول قانوني، حقوقي او سیاسي مسایل حل شوي دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاندجاوید فیصل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابینې له پریکړې وروسته به یې چارې پیل شي.

"اوس مهال یې تول بحثونه پای ته رسېدلي، د دې لپاره چې په ټولو مشخصاتو یې ځان پوه کړو، کابینې په دې اړه پریکړه کوي ټول مراحل هلته وضاحت پيداکوي."

د راپورونو له مخې ولسمشر د ثبت احوال نفوس قانون شپږمه تعديل شوې ماده توشيح کړه او قانوني بڼه يې خپله کړه چې له مخې به یېپه تذکره کې د ملت(افغان) او قومونو نومونه ليکل کېږي.

خو په دې اړه جمهوري ریاست تر اوسه په رسمي ډول څه نه‎دي ویلي.