عبدالجبار نعيمي: امنیتي ځواکونو د لغمان د سقوط پلان شنډ کړ

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو د دې ولایت د سقوط پلان شنډ کړ او د تېرې ورځې راهیسې د دولت وسله‎والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د پنجشنبې په ورځ خبري ناسته کې وويل، د دولت وسله‎والو مخالفينو تېره ورځ پلان درلود چې د دې ولایت د مختلفو ولسوالیو له لوري مرکز ته سقوط ورکړي چې امنيتي ځواکونو په شا وتنبول.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه:

"پرون د دښمن هغه شوم پلان چې غوښتل يې په ښار کې تعميرونه تخریب کړي او هغه ځایونه چې اباد دي هغه خراب کړي د دې مخنیوی وشو زه خپلو زړورو قهرمانانو نه مننه کوم چې د طالبانو شوم پلان چې دې ولایت ته سقوط ورکړي هغه شنډ کړ."

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري وايي، د تېرې ورځې راهیسې جګړه کې ۲۱ تنه وسله‎وال وژل شوي او دوه تنه افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

نوموړی وايي:

"دقیق معلومات چې اوس موږ اخیستي د دوی ۲۱ تنه مړه دي چې مهم قوماندانان په‌کې شامل دي طبعاً موږ هم زخميان لرو جنګ دی او دوه کسان شهیدان لرو."

نوموړی وايي، د جګړې پر مهال د امنيتي ځواکونو پر وړاندې ستره ننګونه دا وه چې وسله‎والو د خلکو له کورونو نه سنګرونه جوړ کړي وو چې په خبره‌يې دې جګړه کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې.

ښاغلی وزیري وايي:

"موږ ته متأسفانه لوی مشکل دا دی چې دوی د جګړې پر مهال د خلکو کورونو ته ننوتي وو او پر امنيتي ځواکونو يې بریدونه کول سره له دې چې دوی د عامو خلکو له کورونو نه سنګر جوړ کړی او تاسې پوښتنه وکړئ بیا هم موږ ملکي تلفات نه‌لرو."

وسله‎والو طالبانو تر دې دمه د لغمان د جګړې په تړاو رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې د لغمان اوسېدونکي د دې ولایت اوسني امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي او په خبره‌يې که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي نو لیرې نه‎ده چې ولایت به سقوط وکړي.

دوی وايي:

"جاوید یم، د کندز حالات خلکو ولیده همداسې دلته هم خلک اندېښمن دي خلک کوښښ کوي چې امن سیمو ته ځان ورسوي خو بیا هم که اوس حکومت وغواړي د دې بريدونو مخنیوی کولای شي خو که پسرلی راغی بیا دوی نه‎شي کولای چې د دې بریدونو مخه ونيسي."

"نوم مې شکرالله دی، جګړه د مرکز اړوند سیمو کې روانه وه کوم معلومات چې موږ ته رسېدلي درې پولیس وژل شوي او شپږ يې ژوندي نیولي او اته تنه طالبان وژل شوي جګړه مرکز سره بېخي نېږدې سیمو کې شوې."

دوی وايي، د پسرلي موسم په راتګ سره د دولت وسله‎والو مخالفينو بریدونه زیاتېږي او غوښتنه‌يې دا ده چې افغان امنيتي ځواکونه باید له وړاندې نه د ممکنه بریدونو لپاره پوره چمتووالی ولري.

راپور: شاه محمود شينواری