اجرائیه ریاست وايي چې راتلونکي پسرلی دوی ته مهم دی

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې راتلونکي پسرلی دوی ته مهم دی او افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو او وسله‎والې دفاع لپاره بشپړ تیاری لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم په ژمي کې جګړې وې، خو بیاهم حکومت د راتلونکي کال د جګړه‎ییز فصل لپاره تیاری نیولی دی.

ښاغلي فیصل ټینګار کوي چې افغان ځواکونه په ټول توان چمتو دي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړه يېز فصل له پیل وړاندې، وسله‎والو طالبانو تېره ورځ د بغلان د تالا و برفک ولسوالۍ نیولې ده.