چارواکي: د ټرمپ د فرمان له لېسته به د عراقیانو نوم لېرې شي

امریکایي چارواکو اسوشيټېډ پریس اژانس ته نن وویل چې د کډوالو برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي فرمان له لېسته به د عراقیانو نوم لېرې شي.

عراقیان د فرمان له مخې په هغه لېست کې شامل و چې د یوې مودې په مخه امریکا ته نه‎شي داخلیدلی.

د چارواکو په وینا دا پریکړه د امریکا د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو د وزارت له فشارونو وروسته شوې ده.

دغو وزارتونو پر سپینې ماڼۍ غږ کړی دی چې په دې لېست کې د عراقیانو پر نوم بیا غور وکړي ځکه چې هلته له داعش سره په مبارزه کې مهم نقش لري.

د ولسمشر ټرمپ د بندیز د فرمان له مخې نور شپږ اسلامي هېوادونه، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن دي.

د چارواکو په وینا چې نه یې غوښتل نومونه یې واخېستل شي، د دغو هېوادو پر خلکو به امریکا ته لګیدلی بندیز پر خپل حال وي.

ډونالډ ټرمپ د اوو اسلامي هېوادو پر خلکو امریکا ته د ورتګ بندیز د جنوري په وروستیو کې ولګاوه، دا بندیز د نوي ورځو لپاره دی.