باهر: د الکترونیکي تذکرو د کار پيل له ۳ تر ۶ میاشتو وخت ته اړتیا لري

د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره وايي، د فرمان د صادرېدو په صورت کې دوی له درېيو څخه تر شپږو میاشتو پورې مودې ته اړتیا لري تر څو د وېش لړۍ پېل کړي.

د دغې ادارې د نوم لیکنې رئیس زمري باهر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې کله دوی ته رسمي خبر ورسېږي، خپل کار به پېل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که ټاکل شوې وي چې دغه لړۍ پیل شي، موږ له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت ته اړتیا لرو چې امادګي ونیسو او د ازماېښتي وېش لړۍ پیل کړو، خو دا امادګي او ازمایښت په دې معنی نه‌دي چې په دغې موده کې تذکرې نه‌وېشل کېږي، امکان لري چې په دغې دوره کې الکترونیکي تذکرې ووېشل شي، اوس‌مهال د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره کافي کارکوونکي نه‌لرو او د کارکوونکو ګمارلو ته اړتیا لرو."

د الکترونیکي تذکرو د وېش په اړه د هوکړې دا خبرې په داسې حال کېږي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې دغه موضوع خلکو ته په یوه معما بدله شوې وه.

يو لړ سیاسي، حقوقي او تخنیکي ستونزې د دې لامل شوي چې دغه لړۍ چې ټاکل شوې وه د ۱۳۹۴ لمریز کال د زمري په ۲۸مه پېل شوې وی ودرېده.

د ویلو ده چې د وګړو د احوال د ثبت قانون نه‌توشېح کېدل د دغه بهیر د پیلېدو په وړاندې يو ستر خنډ ګڼل کېږي.

د دغه قانون په شپږمه ماده کې د افغان او اسلام د کلمو د ذکر پر سر د ملي شورا د غړو او يو شمېر خلکو اختلافات د دې لامل شوي چې دغه قانون تصویب او توشېح نه‌شي.

خو ټاکل شوې چې د يو لړ تعدیلاتو وروسته دغه قانون د چهارشنبې او يا هم د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ملي شورا د رخصتیو له پای ته رسېدو وړاندې په يوه تقنیني فرمان کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري توشېح شي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش دفتر وايي، په دې برخه کې سیاسي او حقوقي ستونزې هوارې شوې دي او د دغه قانون له توشېح وروسته به د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پېل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال رسنیز سلاکار محمد هدایت ازادي راډیو ته وویل، په دغه قانون کې وړاندیز شوي تعدیلات تېره اوونۍ د افغانستان په کابینه کې ومنل شول.

نوموړي زیاته کړه:

"د وګړو د احوال د ثبت قانون له توشېح وروسته به پرته له کوم ځنډ څخه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پېل شي، خو دا چې دغه لړۍ يو کال ځنډېدلې وه لامل‌يې په بشري منابعو کې ستونزې وې، ټولې ستونزې هوارې شوې دي او کومو کسانو چې په دې برخه کې نېوکې لرلې نظرونه‌يې په پام کې نيول شوي او نور هېڅ ستونزه نه‌ده پاتې."

دا چې په الکترونیکي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمې د ذکر په اړه څه پرېکړه شوې ښاغلي هدایت په دې اړه د جزئیاتو ورکول له وخت څخه مخکې وبلل.

خو دا لا څرګنده نه‌ده چې د افغانستان ملي شورا به په دغه قانون کې له تعدیلاتو وروسته دغه قانون تصویب کړي او که نه؟

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل چې دغه فرمان له توشېح څخه درې ورځې وروسته ملي شورا ته لېږل کېږي او که رد شي نو باطلېږي.

راپور: واصل وصال