د کوکنارو د کښت زیاتوالي د بلخ اوسېدونکي اندېښمن کړي

د بلخ ولایت اوسېدونکي په مختلفو ولسوالیو کې د کوکنار کښت او مخدره توکو د قاچاق له زیاتوالي شکایت لري او محلي حکومت د تریاکو د کښت په برخه کې د کروندګرو پر ملاتړ تورنوي.

د بلخ ولایت د چهاربولک او بلخ شریف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې نسبت بل هر وخت ته دې ولایت کې د کوکنارو کښت زیات شوی او حکومت مکلفیت لري چې په موقع سره‌یې د حاصل اخیستنې مخنیوی وکړي.

دا خلک وايي چې د محلي حکومت په ملاتړ ډېری خلکو تریاک کرلي او د مخدره توکو قاچاق کوي.

د بلخ ولایت دوه تنه اوسېدونکي جعفر او وحید یې په اړه وايي:

"د بلخ ولایت په اکثرو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي، د کوکنارو د کښت او قاچاق د زیاتوالي دلیل دا دی چې محلي حکومت خلک ډاډمن کړي چې د کوکنارو کروندې به‌یې ورانې نه‌کړي."

"د کوکنارو کښت نسبت بل هر وخت ته زیات شوی، په چتمال، شولګره او دولت‌اباد ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې په پراخه پیمانه کوکنار کرل شوي او دولت مکلفیت لري چې مخنیوی یې ترسره کړي."

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات د دولت مخالف وسله‌وال او قاچاقبران د کوکنارو د کښت او تولید په ملاتړ تورنوي، خو وايي چې هڅه کې دي ترڅو په بلخ کې د مخدره توکو کښت او حاصل اخیستنه له‌منځه یوسي.

سیدکمال سادات

هغه‌یې په اړه وویل:

"موږ تېر کال د مخدره توکو د له‌منځه وړلو لپاره یوه برنامه درلوده او روان کال هم هڅه کوو تر څو د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست په مرسته دې ولایت کې د کوکنارو د کښت مخه ونیسو."

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي چې په شمال ولایتونو خاصتاً بلخ کې د کوکنارو د کښت زیاتوالی د نا امنۍ په پراخېدو کې عمده نقش لري.

په شمال زون کې د سیاسي چارو کارپوه او افغان خبریال ذبیح‌الله احساس وايي چې د کوکنارو کښت به د داعش او طالبانو تر منځ اختلاف کم کړي او برعکس به د دولت په وړاندې د مالي ګټو په خاطر به د دواړو ډلو ګواښونه زیات کړي.

احساس‌یې په اړه وايي:

"د بلخ ولایت په ټولو ساحو کې چې د کښت زمینه مساعده وه، هلته کوکنار کرل شوي دي، دا مسئله به د طالب او داعش تر منځ تضاد کم کړي او د دولت په وړاندې به د دواړو ډلو ګواښونه زیات کړي، په شمال زون خاصتاً بلخ کې د کوکنارو د کښت زیاتوالی به د نا امنۍ د ډېرېدو په برخه کې تأثیرات ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایت اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د کوکنارو د کښت له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې د دې بد بوټي عاید د دولت مخالفو ډلو جېبونو ته ورولېږي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی