ولایتي شورا: د غزني والي شورا جوړه کړې چې طالبانو ته چنده ټولوي

د افغانستان د نورو ناامنه ولایتونو په څېر د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي هم د پسرلي په راتګ سره د غزني د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي امان‎الله کامراني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‎ دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او امینتي مسؤلين‌يې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

نوموړی وايي چې د دغه ولایت په ناامنیو کې والي لاس لري او هغه په دې نه‎دی توانېدلی چې د امنیتي او نورو ارګانونو تر منځ همغږي رامنځته کړي ځکه نو له همدې امله‌يې هغه په یو ناسم مدیریت تورن کړ.

ښاغلي کامراني زیاته کړه:

"زموږ د ولایت والي د ولایتي شورا سره په هېڅ موضوع کې همغږي نه‎ده کړې، په همدې خاطر زموږ ولایتي شورا اوس له ولایت مقام سره پرېکون اعلان کړی، والي د ولایتي شورا پر ځای یوه بله شورا جوړه کړې ده چې هغه شورا وسله‎والو طالبانو ته چنده کوي او زیاته نغدي مرسته ورته راټولوي."

د غزني ولایت د ولایتي شورا یو بل وکیل جمعه‎ جامع بیا هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی ادعا کوي چې اوسنی والي د ځمکو غصب او فساد کې لاس لري.

ښاغلي جامع زیاته کړه:

"تاسې فکر وکړئ چې زموږ د غزني زیاتې ولسوالۍ تر محاصرې لاندې دي او یوازې يې مرکزونه د دولت په لاس کې دي، خو بیا هم ولایتي ادارې هېڅ نه‎دي کړي، والي انکشافي برخه کې هم هېڅ کار نه‎دی کړی."

غزني چې له ناامنه ولایتونو ارزګان او زابل سره ګډه پوله لري مسؤلين‌يې په دې اند دي چې له هغه ځایه ورته وسله‎وال طالبان لاسونه اوږدوي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت والي عبدالکریم متین بیا پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې دوی د امنیتي ځواکونو منځ کې پوره همغږي راوستلې او د دغه ولایت د ستونزو د حل لپاره‌يې ډېرې هڅې کړي چې یوه بېلګه‌يې د وسله‎والو طالبانو د هغه لوی پلان شنډول و چې غوښتل‌يې د څو نورو ولایتونو سره یوځای غزني ته هم سقوط ورکړي.

نوموړی وايي چې ولایتي شورا د دې پر ځای چې له ولایتي ادارې سره ګډ کار وکړي بې‌ځایه تورونه لګوي.

ښاغلي متین زیاته کړه:

"موږ پرله‎پسې هڅې کړي، څو د غزني خلکو ته سهولتونه رامنځته کړو چې تر ډېره په دې کار بریالي شوي یو، ولایتي شورا زموږ غونډو ته نه‌حاضرېږي، هغوی د دښمن په ګټه تبلیغ کوي، د هغوی دغه څرګندونې هېڅ ګټه نه‎کوي."

د یادونې وړ ده چې غزني هم د افغانستان یو د هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره ورځ تر بلې ناامني په‎کې ډېرېږي.

راپور: شریف‌الله شرافت