باهر: د الکترونکي تذکرو وېش لپاره چمتو یو

د افغانستان د الکترونیکي تذکرو د وېش اداره وایي د تذکرو د وېش لپاره چمتووالی لري.

د دغه ادارې د نوم لیکنې د برخې مشر زمري باهر نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی د تذکرو د وېش لپاره تیاری لري او هرکله چې ورته امر وشي دغه لړۍ به پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د دوهم مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي ښايي ولسمشر تر راتلونکې یوې اوونۍ د وګړو د ثبت او احوال قانون توشیح کړي چې له مخې به یې د برېښنايي تذکرو وېش ته هم زمینه برابره شي.