رادمنش: راتلونکی کال به مو تمرکز پر زیانمنونکو سیمو وي

د افغانستان د فاع وزارت وايي، راتلونکی کال به د افغان ځواکونو تمرکز پر هغو سیمو ډېر وي چې زیانمونکې دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د راتلونکي هجري شمسي کال لپاره چې پیل ته یې درې اوونۍ پاتې پوره چمتووالي لري.

نوموړي زیاته کړه:

"راتلونکی کال به زموږ ډېر تمرکز پر هلمند، فراه، فاریاب، ننګرهار بدخشان او د بغلان پر ولایتونو وي."

د ښاغلي رادمنش په خبره که څه هم د هوا په ګرمېدو سره د وسله والو مخالفیونو په بریدونو کې زیاتوالی راځي خو دده په خبره افغان ځواکونه به په ښه توګه دغه بریدونه مهار کړي.