یوسف‌زاده: د افغانستان ۵۰ ولسوالۍ ولسوالان نه‌لري

د افغانستان په یو شمېر ولسوالیو کې ولسوالان نه‌شته یا یې چارې د سرپرستانو له‎خوا هغه هم تر ډېره له بل ځایه اداره کېږي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې اوس وخت په ۵۰ ولسوالیو کې دا ستونزه موجوده او سیمه‌ییزه حکومتوالي یې هم زیانمنه کړې ده.

د دې ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده ازادي راډیو ته وویل، نا امنۍ، د استخدام ځنډنۍ پروسه او د جمهوري ریاست له‎خوا د منظوري نه‌راتلل سبب شوي چې ګڼې ولسوالۍ ولسوال ونه‎لري او یا یې چارې سرپرستان مخته یوسي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف‌زاده

نوموړې وویل:

"حمل میاشت کې د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د سرپرستۍ د پای ته رسولو د حکم په وخت کې ۱۲۰ ولسوالۍ یا سرپرستانو اداره کولې یا یې ولسوال نه‌درلود. کرار کرار تر دې دمه اویا ولسوالیو ته نوي ولسوالان نیول شوي دي. لا هم پنځوس ولسوالۍ شته د بېلابېلو دلایلو په خاطر موږ نوي اشخاص نه‎دي استخدام کړي."

اغلې یوسف‎زاده وايي، لومړی سر د دې ولسوالیو شمېر ۱۲۰ ته ورسېد خو د سرپرستۍ د پای ته رسولو په باب د ولسمشر له حکم وروسته‌یې شااوخوا ۷۰ ولسوالیو ته د ازموینو او اداري پروسې تر ختم وروسته ولسوالان ونیول.

هلمند، زابل او کندهار هغه ولایتونه دي چې د اغلې یوسف‎زاده په خبره په‎کې دا ستونزه تر ډېره محسوس ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل په دیشو او باغران ولسوالیو کې له ۱۳ کلونو راهیسې دولتي تشکیل نه‌شته او د موسی‌کلا، نوزاد او خانشین په څېر ځینې نورې ولسوالۍ بیا په مرکز کې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

ښاغلی ځواک وايي:

"هلمند کې له ۱۳ کلونو راهیسې د باغرام او دیشو ولسوالۍ سقوط دي، پرسونل او د استخدام پروسه‌یې له هماغه وخت راهیسې په ټپه ولاړه ده. ځینې ولسوالۍ چې بیا هم ځینې ستونزې لري د هغوی ولسوالان بیا په ولایت کې مېشت دي."

د هلمند د والي ویاند دا هم وايي، اکثرو هغو ولسوالیو کې چې دولتي تشکیل نه‎لري یا یې چارې سرپرستان مخته وړي د خلکو نفوس هم د نا امنیو په خاطر له دې چې له خپلو سیمو کډه شوي د ده په خبره کم او په نشت حساب دی.

د زابل والي بسم‎الله افغانمل هم ازادي راډيو ته تائید کړه چې د دغه ولایت خاک افغان ولسوالۍ په تشکیل کې نه‌شته او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ولسوالۍ له بست ښکته ځینې نورې مهمې څوکۍ خالي دي.

د زابل والي بسم‎الله افغانمل

بسم‌الله افغانمل زیاتوي:

"خاک افغان ولسوالۍ له نن نه ۱۱ کاله مخکې سقوط شوې ده. دا مسئله مو له ټولو سره شریکه کړې ده چې دا ولسوالۍ باید نوره د حکومت په قلمرو کې شامله شي څو د افغانستان دښمنان له دې سیمې ناوړه استفاده ونه‎کړي. متأسفانه زابل کې چې په ځینو سیمو کې یې عدلي او قضايي ارګانونه موجود نه‎دي اوس هم صحرايي محکمې کېږي."

د پکتیکا، ارزګان، هرات، بلخ، کندهار، غزني او ځینو نورو ولایتونو یو زیات شمېر ولسوالۍ بیا سرپرستان مخته وړي.

تر ټولو مهمه دا ده چې د ولسوالانو نشتوالی او یا سرپرستي په حکومتوالۍ څه اغېز پرې باسي؟

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف‎زاده وايي، دا کار خپلې اغېزې لري خو تر دې اندازې نه چې د سرپرستانو په موجودیت کې هم د کارونو د درېدو وېره موجوده وي.

منیره یوسفزاده زیاتوي:

"دا چې سرپرستي یا د نویو کارکوونکو نه استخدام څومره سیمه‌ییزه حکومتوالي تر اغېز لاندې راوستې طبعاً خپلې اغېزې لري. خو تر هغې کچې نه چې موږ فکر وکړو سرپرست خپل کار نه‌کوي."

د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی سید خالد سادات بیا وايي، سیمه‌ییز حکومتوالي په کورنۍ کچه د ملي حاکمیت د ټينګښت بنسټ دی او کله چې کمزوې وي حاکمیت زیانمنوي او قانون له پلي کېدو پاتې کوي.

سید خالد سادات زیاتوي:

"کله چې په محلي اداراتو کې د دولت حاکمیت کمزوری وي هلته ولسوالان خپلو ولسوالیو ته نه‎شي تللی په دې معنی چې زموږ حکومت او ملي حاکمیت کمزوری دی او دا خبره ثابتوي چې په افغانستان کې قانون نه‌تطبیق کېږي. "

ښاغلی سادات سپارښتنه کوي تر هغو چې بروکراسي [اوږده او ستړې کوونکې اداري پروسه او کاغذپراني]، اداري فساد او سیاسي لاسوهنې کمې نه‎شي سیمه‌ییزې حکومتوالۍ ته د وړتیا لرونکو کسانو د ورتګ مخه ډب کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی