هلمند کې د بندیانو د لېږد پر کاروان چاودنه شوې

د هلمند د پولیسو پر خاصو سرتېرو د ماین چاودنه شوې ده.

د سړک غاړې د ماین چاودنه د خاصو پولیسو پر هغه کاروان شوې ده چې کندهار ته‌يې یو شمېر بندیان انتقالول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه مني خو د تلفاتو په اړه‌يې څه ونه‌ویل.

د پولیسو یوې سرچیني د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ماین په دغې چاودنه کې دوه بندیان وژل شوي او د خاصو پولیسو درې کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د لښکرګاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې یوه نفوذي کس د یوې پوستې ۱۱ پولیس وژلي او خپله د وسله‌والو سره یوځای شوی دی.

د هلمند چارواکي وايي د پېښې د څرنګوالي په اړه‌يې تحقیقات پیل کړي دي.