چارواکي: د افغان ملي اردو او پولیسو لیکو کې بدلونونه ګټور ثابت شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، سږ کال د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د جګړې په رهبرۍ کې راغلي بدلونونه ګټور دي.

د سږ کال ژمي کې د افغانستان په دفاع وزارت، قول اردوګانو، لواګانو او د پوځ په کنډکونو کې ځیني مهم بدلونونه راوستل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پرون ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په څو ولایتونو کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو ځپل مستقیماً په هغو بدلونونو پورې تړلي چې په دفاع وزارت او د اردو په مشرتابه او لیکو کې رامنځته شوي دي.

ښاغلي وزیري په دې برخه کې په ننګرهار کې د داعش او په هلمند، ارزګان او غزني کې د طالبانو پر شا تمبول د دې لاسته راوړنو بېلګه ګڼي.

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"په دې ژمي کې موږ د قول اردو، لوا، کنډکونو د رئیس ارکان او د قومندانانو په سطحه بدلونونه لرل. دې بدلونونو د اردو په سوق او اداره ښه اغېز کړی دی. په تېرو دوو میاشتو کې شااوخوا زر کسان د شفافیت او فساد پر ضد د مبارزې په لړ کې بدل شوي دي."

تر دې وړاندې افغانستان کې د ناټو ځواکونو یو لوړ رتبه امریکايي قوماندان ډېوېډ کلارک سټارز اینډ‌ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي و چې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان اردو د ۱۵ کنډکونو قوماندان بدل شوي دي.

د ښاغلي کلارک په خبره دې بدلونونو مثبته نتیجه ورکړې ده او د افغان ځواکونو نیمګړتیاوې يې هم کمې کړې دي.

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په دې وزارت کې د لسګونه افسرانو چې د ولایتونو او ولسوالیو د امنيې قوماندانان هم په‎کې شامل شوي د بدلولو او اصلاحاتو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د سیګار د یوه راپور له مخې افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د مختلفو سیمو پنځه په سلو کې کنټرول له لاسه ورکړی دی.

افغان ځواکونو ته د مشورې او همکارۍ د برخې مسؤل قوماندان نیکولا ګیز وايي، د افغان ځواکونو یو شمېر قوماندانان د زیات عمر لرلو له امله یو شمېر يې د ضدي چلند په نتیجه کې او یو شمېر نور بیا په دوريې ډول بدل شوي دي.