د بلوچستان حکومت دغه ایالت کې د افغان طالبانو مدرسو په اړه راپور رد کړ

د بلوچستان حکومت هغه راپورونه ردوي چې په‌کې ويل شوي په دې ايالت کې سلګونه ناراجسټر شويو مدرسو کې افغان طالبان په زده‌کړو بوخت دي.

تر دې مخکې د بلوچستان ايالت د کورنيو او قبايلي چارو وزير سرفراز بُګټي د امریکا غږ ډېوې راډیو ته ويلي وو چې د دغه ايالت په ديني مدرسو کې لا هم زرګونه افغان طالبان خپلې زده‌کړې کوي.

ويل شوي دغه طالبان د بلوچستان ايالت په ناراجسټر شويو مدرسو کې په زده‌کړو بوخت دي او دوى د سيمې بيا په ځانګړي ډول د افغانستان په ناامنيو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

خو د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انور کاکړ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا راپور بې‌اساسه دى چې ګواکې په دې ايالت کې دې وسله‌وال طالبان په زده‌کړو بوخت وي.

په همدې حال کې د پاکستان د مذهبي چارو وزير امين‌الحسنات شاہ‎ امريکا غږ يا «VOA» ته ويلي، حکومت په پام کې لري چې په دغو مدرسو کې اصلاحات راولي، هغوى به راجسټر کوي او په درسي نصاب کې به‌يې تغييرات راولي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزير وايي، حکومت ژمن دى چې له افراطي فعاليتونو سره د بلوچستان د موجوده مدرسو د ارتباط مسئله له نېږدې وڅاري.

د ده په وينا له دغو مدرسو سره تر ډېره عرب هېوادونه مالي مرستې کوي.

د ډېوې راډيو په راپور کې ويل شوي چې دا مهال په پاکستان کې تر ٣٠ زرو ډېرې مدرسې شته چې اکثريت‌يې له حکومت سره ثبت شوي، خو زرګونه نورې مدرسې راجسټر نه‌دي چې د افراطيت درس په‌کې ورکول کېږي او سخت دريځي وسله‌وال يا هم طالبان هڅول کېږي چې په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن ووهي.

د ډېوې راډيو په راپور کې ويل شوي چې يوازې په بلوچستان ايالت کې ۵ زره او ۵٠٠ ديني مدرسې شته چې ډېرى يې راجسټر نه‌دي او د افغان کډوالو په لاس کې دي.

راپور وايي په دغو ناراجسټرو مدرسو کې د افراطي نظرياتو ترويج ته تبليغ کېږي.

تر دې مخکې افغان چارواکو هم د ناامنيو په ګڼو پېښو کې هغه وسله‌وال په لاس لرلو تورن کړي چې په بلوچستان ايالت کې دېره دي.

راپور وايي په بلوچستان کې تر پنځو زرو زيات افغانان په ديني مدرسو کې زده‌کړې کوي.

هڅه مو وکړه د دغو راپورونو او ادعاوو په اړه د افغان حکومت د وياندويانو نظر هم ولرو، خو په دې اړه دوى خبرو ته حاضر نه‌شول.