افغان حکومت: کندز لپاره د طالبانو د والي وژل لاسته راوړنه ده

افغان حکومت د کندز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا عبدالسلام اخند وژل کېدل مهمه لاسته راوړنه یادوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن "د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې" په مناسبت په یوې غونډه کې وویل چې دغه جنایت‌کاره ډله نور د کندز خلکو ته ګواښ نه‌شي پېښولی.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز لپاره د وسله‌والو طالبانو دغه نومول شوی والي د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

امنیتي چارواکي وایي له نوموړي کس سره نهه نور وسله‌وال هم وژل شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي چې ملا عبداسلام اخند د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوایې حمله کې وژل شوی.