روغتیا وزارت: سوېلي ولایتونو کې د پولیو ۲ پېښې ثبت شوي

کندهار کې د پولیو لومړنۍ پېښه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د پولیو ۲ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د پولیو ضد څانګې د اړیکو مشر ګلاخان ایوب نن ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو دغه پېښې د روان میلادي کال په اوږدو کې په کندهار او هلمند کې ثبت شوي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې سر له نن نه د پولیو د مخنیوي لپاره د دوی کمپاینونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوي چې په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شااوخوا ۷،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي چې تېر ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبت شوي چې دا د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله د پولیو اووه کمې پېښې دي چې ثبتېږي.