د سوداګرۍ نړیواله خونه "TFA" د افغانستان لپاره مهم پرمختګ بولي

د سوداګرۍ نړیواله خونه د سوداګرۍ نړیوال سازمان هغه وروستی هوکړه‎لیک مهم پرمختګ بولي چې د دغه سازمان غړو د رأیو په اکثریت تائید کړ او نافذ شو.

په افغانستان کې د یادې خونې د پلاوي عامل مشر عبدالقدیر بهمن د یکشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د نړیوال اقتصاد په تاریخ کې د نړیوالې سوداګرۍ وروستی هوکړه‎لیک یا "TFA" د اسانتیاوو رامنځته کېدو برخه کې مهم پرمختګ دی.

د هغه په باور د دې هوکړه‎لیک په عملي کېدو سره به کوچنۍ سوداګرۍ پراخې او د سوداګرۍ په وړاندې شته خنډونه او ګمرکي ستونزې هوارې شي.

نوموړی وايي:

"دا هوکړه‎لیک په خپل ذات کې لومړنی څو اړخیزه هوکړه ده چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له جوړېدو راهیسې په لومړي ځل نافذېږي او دا اوس عملاً د تطبیق وړ ده او یوه نړیواله موافقه ده."

د تېرو دوو کلونو راهیسې د پرله‎پسې هڅو وروسته دا هوکړه‎لیک د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ۳/۲ غړو هېوادونو له تصویب وروسته په دې وروستیو کې د نافذېدو وړ وګرځېد.

چاد، اردن، عمان وروستي هغه هېوادونه دي چې د دغه هوکړه‎لیک نافذېدل‌یې یقیني کړل خو افغانستان تېر کال د جولای میاشت کې دا هوکړه منلې ده.

له دې وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال په وروستیو کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب منل شوی و.

د سوداګرۍ نړیواله خونه وايي، د "TFA" موافقه به د سوداګرۍ برخه کې غیر ضروري مقررات له‌منځه یوسي، د افغانستان په شان د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې به واړه سوداګریز فعالیتونه پراخ او ګمرکي اسانتیاوې ډېرې کړي.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو وايي چې افغانستان به تر یوه کاله پورې د دې هوکړه‎لیک عملي کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو

نوموړی وايي:

"دا هوکړه‎لیک مو چې لاسلیک کړی موږ د ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې وخت غوښتی چې اضافي مقررات له‌منځه وړو او هغه مالیه چې په ګمرکونو کې اخیستل کېږي هغه دې د پیرېدلو په وخت کې واخیستل شي، دا هر څه په هوکړه‎لیک کې یاد شوي دي او باید یو کال وروسته په افغانستان کې د قانون په حیث تطبیق شي."

هغه وايي چې دا مهال د افغانستان په ګمرکونو کې پر سوداګریزو توکو له محصول ور هاخوا اضافي مالیات وضع کېږي او دې مالیاتو ستونزې جوړې کړي.

له دې سره د متشبثینو بورډ مرستیال عبدالصمد هوتک وايي، په دې وروستیو کې په بېلابېلو اقتصادي سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب او د هغې اړوند ځينو هوکړه‎لیکونو افغانستان ته خاص فرصت ورکړی او باید د هېواد دننه د نړیوالو دغو اصولو مراعت ته هم پاملرنه له پخوا ډېره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ