ټیفا: د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون چارو کې لاسوهنه کېږي

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وایي، د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په چارو کې دولت او سیاسي احزاب لاسوهنه کوي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د ټاکنو برخه کې د مدني ټولنو د پوهاوي او ګډون زیاتوالي په اړه نن په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ که دا کسان د انتخاباتو د کمېسیونونو په چارو کې له مداخلې لاس وانه‌خلي د دوی نومونه به د رسنیو له لارې افشا کړي.

نوموړي وویل چې د راتلونکي کال د انتخاباتو په وړاندې ډېر خنډونه لېدل کېږي او که دغه انتخابات ترسره کېږي نو شفافیت به نه‌لري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر نجیب‌الله احمدزي هم دغې غونډې ته وویل، هېچ چاته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې لاسوهنې وکړي.