قاسمي: داعش ځپلو برخه کې د امریکا ستراتیژي د نړۍ په ګټه ده

د افغانستان ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون له داعش سره د مبارزې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي ګټور ګام بولي.

د دفاعي چارو کمېسیون وايي، د داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ پلي کول نه یوازې افغانستان ته بلکې د نړۍ په سطحه به ډېره ګټوره وي.

د دغه کمېسیون غړي علي اکبر قاسمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا لخوا د دغه نوې ستراتیژۍ عملي کول پر ځای او مناسب ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو ښه، پر ځای او اغېزناکه پرېکړه ده، اغېز یې دا دی چې د داعش ډلې پر وړاندې دریځ ونیسي او هغه وځپي او که چېرې رښتیا هم امریکا دا کار وکړي اغېز به یې پر افغانستان او ټولې نړۍ اتیا سلنه وي."

راپورونه وایي چې امریکايي چارواکو د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړې چې ډېر ژر به یې ولسمشر ډونالډ ترمپ ته وړاندې کړي.

دا چې په دغه ستراتیژۍ کې تر ډېره پر کومو موضوګانو ډېر تمرکز شوی لاتر اوسه نه ده روښانه خو افغان چارواکي په دې باور دي، که چېرې په دغه ستراتیژۍ کې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې پر لازیاتو همکاریو تمرکز وشي د افغانستان لپاره به یې پایلې ښې وي.

دغه ستراتیژي د روان کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۸مه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امر د دغه هېواد دفاع وزارت له لوري جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هیله ښې چې امریکا د ترورېزم پر وړاندې په ځانګړي ډول د داعش ډلې سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ او هغوی سره لا همکاري وکړي.

دولت وزیري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا متحده ایالات د ترورېزم سره د مبارزې په سر کې دی، هر څومره چې افغانستان سره ډېره مرسته وکړي ښه به وي، زموږ هیله هم دا ده چې له افغانستان سره مرسته وشي او پر هغو فشار راوستل شي چې له ترورېزم څخه ملاتړ کوي، څو په افغانستان کې جکړه ختمه او ټولې تروریستي ډلې له منځه یوړل شي."

د داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې داعش ډله د ننګرهار په هسکه مېنه، اچین، پچیراګام او د سرپل ولایت په یو شمېر سیمو کې فعالیت لري.

په ورته وخت کې یو شمېر نظامي کارپوهان په دې باور دي چې امریکا له دې وړاندې هم مختلفې ستراتیژۍ طرحه کړي خو لکه څنګه چې لازمه ده عملي شوي نه دي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، د داعش د ځپلو د ستراتیژۍ عملي کول او د داعش ځپل د امریکا په ګټه دی، خو دی ټینګار کوي چې دا ستراتیژي باید هرو مرو عملي شي.

راپور: عبادالله حنان زی