ولایتي شورا: حکومت د کندز امنیت ټینګښت په اړه جدي اراده نه لري

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، د ژمې موسم هم د ختمېدو په حال کې دی، خو په کندز کې د دولت تر سېوري لاندې ساحه کې کوم پرمختګ او پراختیا نه لېدل کېږي، ځکه لاهم وسله وال طالبان د ښار په نېږدې څنډو کې شتون لري.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې مرکزي حکومت او د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو، تر اوسه پورې خپلې ژمنې نه دې عملي کړي همدارنګه په دې ولایت کې د امنیت راوستو په برخه کې پاتي راغلي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، که چېرې وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، نو ښايي د هوا په ګرمېدو سره به کندز بیا ځل د وسله والو مخالفینو د بریدونو شاهد وي.

ولي: چارواکو د امنیت په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ژمې موسم ډېر ښه وخت وو چې باید دغه ولایت د طالبانو له موجودیت څخه پاک شوی وای، خو سیمه ییز چارواکي او مرکزي حکومت هسې خبرې کوي، اما په عمل کې څه نه لېدل کېږي، نو اوس مهال خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني بیا وايي چې ورځ تر بلې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخامخ کېږي، خو دولت په دې اړه هېڅ غبرګون نه ښيي.

غلام رباني رباني.

نوموړي زیاته کړه:

"د کندز خلک د دې ولایت اوسني وضعیت نه راضي نه دي او د ښار په شااوخوا سیمو کې لاهم طالبان حضور لري، خو له مرکزي حکومت څخه غواړو چې دې ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي."

ښاغلي رباني زیاته کړه چې مرکزي حکومت په دې ولایت کې د امنیت په راوستو کې پاتې راغلی او کومې ژمنې یې چې د کندز خلکو سره کړي وې، هغه لا تراوسه پورې نه دې عملې شوي.

بل خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدی بیا وايي چې له څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو د «پامیر۵» په نوم د وسله والو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات په کړي او لاهم د کندز ښار په شااوخوا سیمې کې جریان لري.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمید.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د وسله والو طالبانو هر ډول تحرکاتو پر وړاندې پوره چمتووالی لرو او د موسم بدلون زموږ پروړاندې هېڅ ډول ننکونې نشي جوړولی او موږ لوی پلانونه ترلاس لاندې لرو او پلې کولو سره به یې د کندز امنیتي ساحه پراختیا ومومي."

په همدې کال کې په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان لوی پاسوال شېرعزیز کامه وال وايي چې اوس مهال په دې ولایت کې د افغان ځواکونو شپني او ځمکني تصفیوي عملیات دوام لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د کندز ښار امنیتي کمربند پلان کابو تکمیل شوی دی او موږ د ښار په یو شمېر مهمو سیمو کې لوی قرارګاوي جوړي کړي او دښمن د تګ را تګ لارې موږ تثبیت او هلته مو پوستې جوړي کړي دي."

د کندز خلک وايي چې د کندز ښار بېرته نیولو څخه تر اوسه پورې څوځلي د وسله والو طالبانو پر وړاندې افغان ځواکونو تصفیوي عملیاتونه پیل کړي، خو د دولت تر کنټرول لاندې ساحې کې کوم بدلون نه دې راغلی، ځکه لا هم د دې ولایت په مرکز پورې اړوند نېږدې شااوخوا سیمو کې وسله وال طالبان فزیکي حضور لري.

راپور: اجمل ارین