انیس: پاکستان پولو تړلو سره پر افغانستان فشار راوړي

د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو ډېر مطالب او تبصرې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد په کمزورو اقداماتو متمرکزې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې پرخپل لومړي مخ کې په کابل کې د مظاهر کوونکو په حواله لیکلي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړی دی او باید منزوي شي.

دې ورځپاڼې په یوه بل تحلیلي مطلب کې ویلي چې له پاکستان سره د دوستۍ هڅې بې پایلې دي.

د مطلب لیکوال په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه مخي سیاست ته په اشارې ویلي چې دې ته هیڅ اړتیا نشته چې له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کې د دوستۍ څرک ولټول شي.

دې ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي دا خبره هم را اخیستې چې وایي، پاکستان دې د نورو د ملامتولو پرځای په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رونالد نیومن له قوله ویلي چې پاکستان ته د پیسو ورکړه بیا کتنې ته اړتیا لري.

په مطلب کې د ښاغلي نیومن له قوله راغلي، په پاکستان کې هغه ډلې اوسېږي چې پر افغان او بهرنیو سرتېرو حملې کوي او هغه پیسې چې اسلام اباد یې له امریکا څخه ترلاسه کوي د دې ډلې پرضد یې نه کاروي.

دنیا په یوه بل مطلب کې د پاکستان د متحده قومي غورځنګ د مشر الطاف حسین له قوله ویلي، پنجابي پوځیان په لوی لاس د ترهګرو په نامه بېوزله پښتانه ځپي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د پاکستان لخوا له افغانستان سره د پولې د بندولو په موضوع تمرکز کړی او لیکي یې دي چې پاکستان هڅه کوي په دې کار سره پر افغانستان فشار راوړي.

خو سرمقاله لیکونکی وایی چې د دې کار زیان تر ډېره پاکستان ته رسېږي او د افغانستان پراقتصاد کومه اغېزه نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي چې پاکستان په هره مسئله کې تل خپلو سیاسي ګتو ته کتلي او هېڅ نړیوال معیار ته ژمن نه دی پاتې شوی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې عنوان لاندې لیکلې چې پام وکړی پاکستان لوی شیطان دی.

سرمقاله لیکونکی وایی چې پاکستان د فشار د حس کولو په صورت کې تل له چل ول څخه کار اخیستی او نړیوال په تېره امریکا باید دا ځل پرې نېږدي چې اسلام اباد ځان د ترورېزم د ملاتړي پرځای د دې پدیدې قرباني وښیي.

نسیم شفق