قوقندي: افغانستان خپلو وارداتو لپاره نور پر یوه هېواد تړلی نه دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت او د دې هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړلي پاتې کېدل له افغانستان څخه ډېر زیان پاکستان ته اړوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو تړل کېدو افغانستان له اقتصادي زیانونو سره مخ کړی، خو د افغانستان د سوداګرۍ د برخې چارواکي وايي، د دې بندرونو بندېدو تر افغانستان زیات مالي زیان پاکستان ته اړولی دی.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د اړتیا وړ مواد دا مهال له خپلو نورو بندرونو تر لاسه کوي.

مسافر قوقندي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا مهال د ځینو ترکاریو او تازه میوو پرته موږ نور د اړتیا وړ مواد لکه اوړه، غوړي او نور له نورو هېوادونو واردوو، خو افغانستان منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د یو ترانزیټي هېواد په توګه په ځانګړې توګه پاکستان ته چې خپل مالونه منځنۍ اسیا ته صادروي مهم دی، نو د دې لارو د بندېدو اقتصادي زیان زموږ څخه پاکستان ته څو چنده زیات دی، موږ اوس په یو یا دوه هېوادونو پورې له تړل کېدو وتلي یوو، له نېکه مرغه نورې لارې لرو چې خپلې اړتیاوې پرې پوره کړو."

پر دې سربېره ښاغلي قوقندي زیاته کړه چې د پاکستان په شمول له ټولو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې غواړي او نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان خلک زیان وویني.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په کلني توګه پاکستان ته د شپږ سوه میلونو ډالرو په ارزښت صادرات لري خو له پاکستان څخه د۹۰۰ میلونو ډالرو په شا او خوا کې واردات لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د پاکستان له خوا د افغانستان سره د بندرونو تړل کېدو دواړو خواوو ته اقتصادي تاوانونه اړولي، خو په افغانستان کې یې پر بازارونو ډېر اغېز نه دی کړی.

ښاغلی الکوزی هم پر دې باور دی چې نور افغانستان یوازې له پاکستان څخه د اړتیا وړ موادو پر وارداتو تکیه نه دی او نورې لارې هم لري.

ښاغلی الکوزی هم د لارو بندېدل له افغانستان څخه ډېر د پاکستان په زیان بولي.

خان جان الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس پاکستان باندې زموږ ډېره تکیه نه شته، دومره ډېره چې په هماغه لومړۍ ورځ پر بازار اغېز وکړي، زموږ د اروزنې له مخې د دې لارو د بندېدو اتیا فیصده زیان پاکستان او شل فیصده یې افغانستان ته اوړي."

نوموړي وویل د دوی د اټکل له مخې د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارو بندېدل دواړو خواوو ته تقریباً هره ورځ څلور میلیونه ډالر زیان اړوي چې لویه برخه یې پاکستان ته متوجې ده.

پاکستان لس ورځې مخکې د سند ایالت په لعل شهباز قلندر زیارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک په شمول د تګ راتګ قانوني لارې د پاکستاني چارواکو په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله وتړلې.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پنجشنبې په ورځ وویل، د پاکستاني چارواکو سره د شوي توافق له مخې باید دا لارې پرانیستل شوي وای.

خو ښاغلي زاخلېوال نن شنبې په خپل ټیویټر کې په دې اړه داسې ویلي: "هیله ده چې د افغانستان-پاکستان تر منځ لارې به نن په جزئي توګه او په راتلونکو درې څلورو ورځو کې پوره خلاصې شی، نن به له هغې خوا مریضان، سپین ږېري او ښځې او له دې خوا هغه مسافرین چې پاکستان ته په وېزو راغلي او بند پاتې دي سفر کولای شي.​"

د تورخم او سپین بولدک د لارو تړل کېدو هغه افغانان چې د درملنې یا کورنیو د لیدو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کوي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان د اقدام چې په سیاسي کړکېچونو کې دې لارې وتړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د موجودو ترانزیټي تړونونو او ګاونډیتوب د دود خلاف عمل بللی دی.