پاکستان وايي د لاهور تېرې ورځې چاودنه د ګازو له امله وه

د پاکستان پولیس وايي، په لاهور کې چاودنه چې پرون اووه تنه پکې ووژل شول تروریستي حمله نه وه بلکې د ګازو چاودنه وه.

چارواکو نن وویل چې چاودنه تصادفي پېښه وه او د چاودېدونکو موادو هېڅ نښه نه ده لېدل شوې.

د پنجاب یوه صوبايي وزیر ویلي چې تر چاودنې وروسته ګډوډۍ د ناسمو معلوماتو خپرېدو ته لار ورکړه او په اضطراري حالاتو کې یې له مطبوعاتو سره د دقیقو معلوماتو د شريکولو د تازه لارو چارو د غوره کولو وړاندیز یې کړی دی.