داوري: ټاکل شوې د سپین بولدک لار نن پرانیستل شي

په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو یو مشر وايي، پاکستان ژمنه کړې چې نن به د سپین بولدک لارپرانیزي خو لاره لا هم تړلې ده.

په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو کمیسار محمد علي داوري نن ازادي راډیو ته وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې هره ورځ د لارې د پرانیستل کېدو په اړه خبرې کړې خو د پاکستان له لوري تر اوسه پرهغو ژمنو عمل نه دی شوی چې له دوی سره یې کړې دي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې په چمن او سپین بولدک کې سل هاوو خلک چې دواړو خواوو ته کارونه لري بند پاتې دي او له سختو ستونزو سره مخامخ دي.