چارواکي: د ارزګان-کندهار ترمنځ لار طالبانو تړلې

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د ارزګان-کندهار ترمنځ لاره وسله‎والو طالبانو تړلې ده.

د ارزګان ولایت ولایتي شورا وايي چې د کندهار- ارزګان پر لار تېره شپه وسله‎والو طالبانو د "تورکوتله" سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې څو ساعته يې دوام کړی.

د ولایتي شورا غړی محمد کریم کریمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د برید په پایله کې د تور کوتله یوه امنیتي پوسته وسله‎والو طالبانو نیولې او نیمايي پولیس يي وژلي خو دقیقه شمېره يې نه ده معلومه.

دغه لاره لا تر اوسه د وسله‎والو طالبانو په لاس کې ده او ترینکوټ، کندهار کې ګڼ مسافرین بند پاتې دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک بیا په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې د لارې پر سر کومه امنیتي ستونزه نه‎ده موجوده.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه هم پر دغه لویه لاره پولیسو په خپله خوښه ۷ امنیتي پوستې خوشې کړې وې.

شریف الله شرافت ـ ارزګان