نن پنجشنبه کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه

نن په کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې لسګونو مدني فعالانو او خلکو ګډون کړی او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول.

مدني فعال غورځنګ سیال د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان راکټي بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تیری وباله.

همدا راز مدني فعالانو له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان د سرغړونو په اړه چُپ پاتې نه‎شي.