د بشري حقونو کمېسیون د دوستم له ۷ ساتونکو د څېړنو ستاینه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولسمشرد لومړي مرستیال له اوو ساتونکو څخه د تحقیقاتو ستاینه وکړه.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د حکومت د دغې هڅې هرکلی کوي. دا ډول اقدامات کولای شي چې په افغانستان کې د قانون له برلاسې کیدو سره مرسته وکړي، همدا راز د معافیت د فرهنګ په له منځه وړلو کې مرسته کوي."

د جنرال دوستم اووه ساتونکي پرون لوی څارنوالي ته د تحقیقاتو لپاره حاضر شول.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي تور پورې کړی چې د لیندۍ په پنځمه د جنرال دوستم په امر په جوزجان کې ونیول شو او د هغه په امر ۱۰ ساتونکو ده ته د بدلمنۍ د وراړولو هڅه وکړه.

د احمد ایشچي له تور نه راوروسته د جنرال دوستم ساتونکي محکمې ته نه حاضرېدل، خو د سې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور محاصره کړ او یوه ورځ وروسته د هغه ساتونکي لوی څارنوالۍ ته ورغلل.