د افغان کډوالو لېږدونکي الوتکه له جرمني کابل په لور روانه شوه

هغه الوتکه چې له جرمني د افغان کډوالو درېیمه ډله لېږدوي پرون د ورځې ناوخته د جرمني د مونشن له هوايي ډګره د کابل پر لور روانه شوه.

ویل کېږي چې په دغه الوتکه کې ۱۸ تنه چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې رد شوي بېرته افغانستان ته استول کېږي.

پولیسو وویل چې د دغو کسانو د ایستلو په وړاندې د اعتراض لپاره په هوایي ډګر کې شاوخوا ۲۵۰ کسان راټول شوي وو.

له دې مخکې جرمني له افغانستان سره د شوې موافقې له مخې دوه ځلي په لسګونو افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

د جرمني مخالفو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو مدافع ډلو له جرمني د کډوالو پر ایستلو انتقاد کړی او استدلال کوي چې د افغانستان اکثره سیمې امنې نه‎دي چې دغه پناه غوښتونکي بېرته ور واستول شي.

د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل د دفتر رئیس پیتر التمایر له جرمني د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو له ایستلو دفاع کړې ده.