صدیقي: لویې څارنوالۍ د جنرال دوستم له ۷ ساتونکو څېړنې پیل کړي

د افغانستان لویې څارنوالۍ د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له یو شمېر ساتونکو څخه څېړنې پیل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالرشید دوستم اووه تنه ساتونکي د چهارشنبې په ورځ په خپله خوښه لویې څارنوالۍ ته حاضر شول.

صدیق صدیقي.

ده وویل چې د جنرال دوستم له دې ساتونکو تحقیقات پیل شوي:

"اووه تنه ساتونکي د تحقیق لپاره نن عدلي او قضایي ارګانونو ته حاضر شول او دې ارګانونو رسماً د تحقیق کار پیل کړ، د عدلي او قضایی ارګانونو له اصولو سره سم به د شویو ادعاو په اړه له دې اوو تنو څخه د تحقیق پروسه بشپړه شي."

د افغانستان لویې څارنوالۍ تر دې وړاندې د عبدالرشید دوستم د نهو تنو ساتونکو د نیولو حکم ورکړی او له امنیتي ځواکونو څخه‌یې غوښتي وو چې هغوی څارنوالۍ ته حاضر کړي.

خو دا لاتر اوسه نه‌ده معلومه چې د جنرال دوستم دوه نور ساتونکي ولې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره نه‌دي ورغلي.

د جنرال دوستم دا ساتونکي یوه ورځ وروسته له هغې چې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د ښاغلي دوستم د اوسېدو د ځای شااوخوا ته د کابل ګارنېزیون له‌خوا امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شول لویې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره حاضر شوي.

لویې څارنوالۍ د جوزجان د پخواني والي احمد خان اېشچي د شکایتونو له څېړلو څخه وروسته د ښاغلي دوستم د نهو تنو ساتونکو د نیولو امر وکړ.

احمد خان اېشچي پر دوستم تور پورې کړی چې هغه‌یې په خپلو یو شمېر ساتونکو په جنسي لحاظ ځورولی دی.

احمدخان اېشچي.

​خو جنرال دوستم ته نېږدې کسانو دا تورونه رد کړي او هغه‌یې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پر وړاندې توطئه بللې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ ښاغلي دوستم ته هم څو ځلې جلبونه استولي خو جنرال دوستم دې جلبونو ته پام نه‌دی کړی او لاتر اوسه نه خپله لویې څارنوالۍ ته ورغلی او نه‌یې هم خپل مدافع وکیل استولی دی.

تر دې مهاله د جنرال دوستم دفتر د هغه د ساتونکو د حاضرېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

عامو خلکو، یو شمېر مدني ټولنو، ځینو بهرنیو هېوادونو او د ملي شورا ډېر شمېر غړو ټنیګار کړی چې باید د احمد خان اېشچي قضیه په بشپړه بې‌طرفۍ وڅېړل شي او عدالت لکه څنګه چې لازمه دی ټینګ شي.​

راپور: نسیم شفق