د شمال زون کوچیان ماشومانو ته د ښوونځیو له نه‌شتون څخه شکایت کوي

کوچیان چې د افغاني ټولنې له محرومو اقشارو څخه شمېرل کېږي، ماشومان‌یې ښوونځیو ته همدارنګه ښځې او نارینه‌یې صحي امکاناتو او دایمي استوګن‌ځایونو ته لاسرسی نه‌لري.

په شمال زون کې مېشت کوچیان شکایت کوي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې حکومت د دوی د ستونزو د حل په برخه کې رسیدګي نه‌ده کړې او اړتیاوې یې لا پر ځای پاتې دي.

د شمال زون د کوچیانو شورا مشر سید محمد حریق وايي چې تر ټولو لویه ستونزه‌یې دا ده چې ماشومان‌یې ښوونځي او زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري او حکومت هم ورته ښوونځي نه‌دي جوړ کړي.

هغه‌یې په اړه وویل:

"د کوچیانو لپاره چې مو باید مکتبونه درلودای بدبختانه نه‌یې لرو، په ټول شمال زون او افغانستان کې دا ستونزه موجوده ده، خو خاصتاً په ۹ شمالي ولایتونو کې دا ستونزه ډېره ده، ټول په دې مشکل اخته دي ته فکر وکه د ټول کوچي قوم ۵ سلنه اولادونه هم سواد نه‌لري."

په بلخ کې د کوچیانو امریت مشر غلام فاروق عبیدي هم وايي چې د دې ولایت کوچیان هم له ورته ستونزې سره مخ دي او د افغانستان د اتباعو په حیث دا د دوی حق دی چې حکومت ورته د ټولنې د نورو غړو په څېر د تعلیم او زده‌کړو زمینه ورته مساعده کړي چې تر دې دمه په دې برخه کې بې‌پامه پاتې شوی دی.

عبیدي له حکومت څخه غواړي چې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې ورته ښوونځي جوړ شي او نور یې نوی نسل د پخوا به شان له خپلو حقونو محروم نه‌وسي.

هغه بلخ کې د مېشتو کوچیانو د ستونزو په اړه وویل:

"د کوچیانو اولینه ستونزه په واقعیت سره په تعلیم کې ده، زموږ ډېر زیات وګړي بې‌سواده دي او یا هم کم‌سواده دي، دوی چټکو زده‌کړو ته اړتیا لري خاصتاً مکتب ته دې ستونزې سره له مودو مودو راهیسې لاس او ګرېوان یو."

د شمال زون د کوچیانو ستونزې د ښوونځیو په نه‌شتون نه‌خلاصه کېږي، دوی شکایت کوي چې صحي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او حکومت باید ورته سیار کلینیکونه جوړ کړي.

د شمال زون د کوچیانو مشر سید محمد حریق‌یې په اړه زیاتوي:

"څرنګه چې د تعلیم په برخه کې مشکل لرو د صحت په برخه کې هم مشکل لرو، کله چې د کوچیانو د ژوند ځانګړتیا ته پام وکړو، دوی همېش لیرو سیمو کې اوسېږي او یا هم د حرکت په حال کې وي، دولت که وغواړي او مرسته وکړي موږ په لږو مصارفو سره په کم وخت کې دا ستونزه حل کوو، خو متأسفانه څنګه چې لازمه وه دولت کار نه‌دی کړی."

حقوق‌پوهان وايي چې دولت مکلفیت لري ترڅو خپلو اتباعو ته د یو شان ژوند کولو زمینه برابره کړي، د کوچي او غیر کوچي تر منځ دې توپیر ونه‌شي دا چې کوچیان د کډوالۍ په توګه هر چېرې موقتي ژوند کوي نو دا د حکومت وجیبه ده چې دوی ته سیار ښوونځي او کلینیکونه جوړ کړي.

حقوق‌پوه کاظم حیدري یې په اړه وايي:

"دولت کولای شي چې حتی په سیاره توګه د کوچیانو لپاره د زده‌کړو زمینه مساعده کړي او کسان استخدام کړي چې دوی په هر ځای کې چې وي ورته زده‌کړې ورکړي، که دولت وکولای شي په هغو سیمو کې چې دوی خپل مالداري هم وکړي د دایمي استوګنې ځایونه برابر کړي ډېر به ښه شي، ځکه چې دوی د هېواد د اتباعو په توګه د تذکرې خاوندان به هم شي او ورته به د تعلیم او صحي خدماتو ستونزې هم حل شي."

په همدې حال کې د پوهنې وزارت وايي چې په هڅه کې دي تر څو د کوچیانو پر وړاندې د تعلیم په برخه کې موجوده ستونزې ډېر ژر حل شي او دا د پوهنې وزارت مکلفیت دی تر څو ټول افغانانو ته د یو شان زده‌کړو زمینه برابره کړي.

کبیر حقمل.

د پوهنې وزارت د نشراتو څانګې مسئول کبیر حقمل‌یې په اړه وايي:

"په تازه‌ګۍ سره د وزارت له رهبرۍ سره د کوچیانو د ستونزو په اړه مشکلات شریک شوي دي او موږ چې په هر ډول شرایطو کې ورته ستونزه حل کړې، که دوی له کومې ستونزې سره مخ دي نو موږ هڅه کوو د هر بل افغان په شان د دوی ستونزه هم حل کړو او پرې نه‌ږدو چې ماشومان‌یې د سواد له حقه محروم شي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د شمال زون کوچیانو شکایت درلود چې زرګونه جریبه ځمکه‌یې د محلي زورواکو له‌خوا غصب شوي خو حکومت‌یې د بېرته ازادولو په خاطر هېڅ ډول اقدام نه‌دی ترسره کړی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی