د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل هوکړه لیک لاسلیک شو

د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل هوکړه لیک نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

په دغه غونډه کې د جمهور رئيس سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي وویل چې ټاپي پروژه نه یوازې د ګاز یوه نل لیکه ده بلکې د نوري فایبر لپاره یو اقتصادي دهلیز هم بلل کېږي.

په همدې حال کې د ټاپي لمیټیډ د شرکت رئیس مراد امانوف په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې ټاپي پروژه به د اقتصادي پراختیا سبب شي.

نېږدې پنځه لس میاشتي وړاندې د ټاپي پروژې هوکړه لیک د شاملو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.