ټرمپ جنرال مک‌ماسټر د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه ټاکلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ډګر جنرال اېچ. ار مک‌ماسټر د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه ټاکلی دی.

جنرال مک‌ماسټر وروسته تر هغې د سپینې ماڼۍ د امنیتي سلاکار په توګه اعلانېږي چې څو ورځې وړاندې متقاعد جنرال مایکل فلین له دې پوسته استعفا وکړه.

ډونالد ټرمپ دا اعلان پرون په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګن ځای کې وکړ.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته په خبرو کې مک‌ماسټر د ترورېزم پر ضد مبارزه کې متخصص وباله او ویې‌ویل چې نوموړی د زیاتې تجربې او وړتیا خاوند دی.