عطا محمد نور بېرته د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی

د ولسمشر اشرف غني د حکم پر اساس د بلخ سرپرست عطا محمد نور بېرته د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

۵۳ کلن نور له تېرو لسو کلونو راپدېخوا د بلخ د والي په توګه کار کوي.

د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره عطا محمد نور د بلخ ولایت د سرپرست په توګه چارې پر مخ وړلې خو دا دی دوه نیم کاله وروسته نوموړی بېرته د همدې ولایت د والي په توګه ګمارل کېږي.