حقجو: تر راتلونکو ۶ میاشتو به د صادراتو ملي ستراتیژي جوړه شي

ټاکل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د صادراتو ملي ستراتيژي جوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو وايي دا ستراتیژي افغانستان د اقتصادي رقابت په لوري بېولای شي.

نوموړي دا خبرې نن په کابل کې د خصوصي سکټور متشبثینو، سوداګرو او اړوند کسانو سره د صادارتي ستراتيژۍ جوړولو په دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې.

ښاغلی حقجو وايي، د افغانستان تولیدات او کرنیز توکي په نړیواله کچه ښه نوم لري خو د نړیوال کېدو لپاره‌یې باید کیفیت، کمیت او قیمت ته کار وشي.

افغان چارواکي دا اقدام داسې وخت کوي چې دې هېواد په دې وروستیو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او د سوداګرۍ د نړیوالې خونې غړیتوب ترلاسه کړی دی.