د چین یوه اندازه مرستې د یکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلي

د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو سره د چین یوه اندازه مرستې د یکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزیر ویس برمک خبریالانو ته وویل، د دې مرستو یوه برخه به په بدخشان کې د واورې له کبله زیانمن شویو خلکو ته واستول شي.

ښاغلی برمک زیاتوي:

"د چین د مرستو محموله موږ ته رسېدلې، په دې کې څلور زره کمپلی، ۲۶۰۰ خیمې، ۳۰۰۰ ژمني جمپرونه او ۳۰۰ تختې فرشونه شامل دي چې د ټولو مرستو اندازه دوه میلیونه ډالرو ته رسېږي."

د راپورونو له مخې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د واورې د ښوېیدو او سړې هوا له کبله د ۲۰۰ په شاوخوا کې کسان مړه شوي، په زرګونه څاروي له‌منځه تللي او یو شمېر خلکو کورونه له لاسه ورکړي.

د فاریاب والي سید انور سادات د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې ولایت کې د سړې هوا تازه څپې ۲۶ کسان وژلي او د ۳۰ په شااوخوا کې شپاڼه لادرکه دي.