د ترکیې صدراعظم: نوي اصلاحات به دولت باثباته کړي

د ترکیې صدارعظم بن علي ییلدرېم دا خبره چې هغه پراخ اصلاحات به چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان صلاحیتونه زیاتوي دیکتاتوري ته لاره هواره کړي، رد کړه.

ییلدرېم چې د شنبې په ورځ جرمني ته په سفر کې په یوه غونډه کې شااوخوا لس زره ترکانو ته وینا کوله وویل، دغه بدلون به دولت باثباته کړي.

ییلدرېم په اوبرهاوسن کې د غونډې ګډونوالو ته وویل، دوی وايي چې د یوه سړي په مشرۍ واکمن سیسټم راروان دی، پوښتنه دا ده چې په جرمني کې دوه صدراعظمان دي؟ ییلدرېم زیاته کړه دا واضح ده چې په ریاستي سیسټم کې یو ولسمشر دی.

ټاکل شوې چې د اپرېل په شپاړسمه په ترکیه کې ټولپوښتنه یا رېفرانډم ترسره شي چې نظام به ریاستي ته واړوي.

هغه سیسټم چې د منتقدینو په وینا څارنه او کنټرول او د پارلمان رول به کمزوری کړي او د قضا خپلواکي ته به زیان ورسېږي.

جرمني چې په نړۍ کې د تر ټولو لویو ترک ټولنو کوربانه ده او شمېر یې شااوخوا درې میلیونه ترکانو ته رسېږي شااوخوا نیمایي يې د دې مستحق دي چې په راتلونکي رېفرانډم یا ټولپوښتنه کې ګډون وکړي.