خوګیاڼی: پاکستان د ننګرهار پر لعل‌پورې ۳۷۵ راکټي حملې کړي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي پر لعل‌پورې ولسوالۍ باندې پرون او وړمه ورځ د پاکستان له خاورې سلګونه راکټي حملې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل دغو راکټي حملو خلک ټپیان کړي او تاوان‌یې اړولی خو د ده په خبره د ننګرهار چارواکي او امنیتي ځواکونه د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري او د لوړپوړو مقاماتو د امر په تمه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له تېرو دوو ورځو راهیسې د ننګرهار پر لعل‌پورې ولسوالۍ د ډیورند کرښې هاخوا نه شاوخوا ۳۷۵ راکټي او نور توغندیز بریدونه شوي دي، ماشومان او ځیني نور خلک ټپيان شوي دي، ننګرهار کې مېشت منسوبین او چارواکي هر وخت د هر ډول ځواب چمتووالی لري."

د ننګرهار په دې سرحدي ولسوالۍ راکټي حملې داسې وخت پيل شوي چې پاکستاني چارواکو په سند او لاهور کې د وروستیو حملو پړه د هغوی په خبره په افغانستان کې پر مېشتو مخالفینو اچولې او د غچ اخیستو اعلان‌یې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو د وروستي دریځ او په لعل‌پورې او نورو ختیځو برخو د راکټي برېدونو په غبرګون‌یې د جمعې په ورځ د پاکستان سفیر ابرار حسین احضار کړی و.