غني: د افغانستان جګړه له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده

ولسمشر غني مونش کنفرانس کې د وینا پر مهال.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي هېواد یې له ترورېزم سره په جګړه کې په لومړۍ کرښه کې دی.

ولسمشر غني پرون شپه د مونشن یا مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغانستان جګړه یوه پېچلې او دولت له دولت سره نا اعلان شوې جګړه یاده کړه او زیاته‌یې کړه چې دا هېواد په یوه کورنۍ نه بلکې پېچلې جګړه کې ښکېل دی.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او له شلو ترورېستي ډلو سره مبارزه کوي.

جمهور رئیس غني چې له رادیکال افراطیت او ترورېزم سره پر مبارزې یې خبرې کولې، د افغانستان د روانې جګړې پېچلتیا داسې بیان کړه:

"دا یوه کورنۍ جګړه نه‌ده، دا د مخدره موادو جګړه، د ترورېزم جګړه او همداراز له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده."

له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه چې ولسمشر غني ترې یادونه وکړه په څه هدف ده کوم دولت یادوي؟

شفیق همدم.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم چې اوس په «واشنګتن ډي سي» کې مېشت دی له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې پوښتنې ځواب داسې ورکړ:

"دوی له درېیو هېوادونو په اندېښنه کې دي، لومړی د پاکستان له مستقیمو مداخلو نه بیا ایران او اوس وینو چې ان روسیه هم په یو ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي، په همدې سبب ښاغلی غني هم په دې باور دی چې دا جګړه نهیوازې د افغانستان په وړاندې بلکې د افغانستان د متحدینو او په خاصه توګه د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې ده."

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د روانې فبرورۍ په ۹ نېټه د امریکا سنا جرګې پوځي خدماتو کمېټې ته په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو له هغې ډلې پاکستان، ایران او روسیې له لاسوهنو اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پرون ماښام په وینا کې دا هم وویل چې په هلمند، کابل او کندهار کې وروستۍ حملې او همداراز د پاکستان په لاهور او سند ایالت کې برېدونو دا په ډاګه کړه چې د ښه او بد ترورېست تر منځ توپیر نه‌دی موجود.

روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

اماراتو کندهار کې د خپلو ۵ ډیپلوماتانو وژل تائید کړه

ولسمشر غني زیاته کړه:

"تر هغو چې د ښه او بد ترورېست تر منځ توپیر پاتې وي، موږ ټول بایلونکي یو، خو که چېرته دا توپیر ونه‌کړو او راپورته شو او خپل پوځیان په ګډه بسیج کړو کولای شو دا پدیده له‌منځه یوسو."

د افغان ولسمشر د وینا تر پای ته رسېدو څو شېبې وروسته د پاکستان دفاع وزیر په یوه بله شننونکې غونډه کې برخه واخیسته.

خواجه محمد اصف.

خواجه محمد اصف په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د کابل او اسلام‌اباد په ګډو هڅو ټینګار وکړ:

"زه له افغان ولسمشر سره موافق یم چې ښه او بد طالبان نه‌شته، ټول‌یې بد دي، ترورېست که په هر نوم وي بد دی، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د تأمین لپاره له روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي."

افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې د سولې په برخه کې په خپلو ژمنو نه‌دی ولاړ.

افغان ولسمشر د کابل، کندهار او هلمند د حملو په اړه ویلي و چې عاملان‌یې په پاکستان کې ازادانه ګرځي.

غني: د کندهار او کابل پېښو عاملین پاکستان کې ازاد ګرځي

خو د پاکستان دفاع وزیر تېره شپه په خپله وینا کې په شمالي وزیرستان کې پر مخالفینو د پاکستاني پوځیانو د ۲۰۱۴ کال "ضرب عضب" عملیاتو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې هغوی یې ځپلي او پټنځایونه‌یې له‌منځه وړي دي.

خو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغان ولسمشر پیغام روښانه و:

"موږ کولای شو د ترورېزم پر ضد بریالي شو، بریالي کېږو به هم، ځکه چې د راتلونکو نسلونو ژوند او ارامتیا په همدې بریا تړلې ده."

د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې له افغان ولسمشر سره د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ملتیا کوي.

د مونشن امنیتي کنفرانس د نړۍ د ۳۰ هېوادونو د مشرانو او ګڼو چارواکو په ګډون د جمعې په ورځ پیل او نن یکشنبه پای ته رسېږي.

په تېرو پنځو لسیزو کې د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د عمده امنیتي ننګونو په اړه بحثونه شوي دي.

دا کنفرانس هر کال په فبرورۍ میاشت کې د څه باندې ۴۵۰ لوړپوړو پرېکړه نیوونکو مشرانو په ګډون جوړېږي چې دا یې ۵۳ دور و.

د حکومتونو مشران، وزیران، د پارلمان غړي، مخورې څېرې، نړیوال او غیر دولتي سازمانونه، د مدني ټولنې او صنعتي برخو استازي او پوهان د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې نړیوالې امنیتي ننګونې تر بحث لاندې نیسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی