د ننګرهار هسکې مېنې کې ۷ داعشیان د تېښتې پرمهال نیول شوي

په ننګرهار کې اووه تنه داعشيان چې تنکي زلميان دي ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي، د تېرې اوونۍ په جریان کې چې په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پيل شوي اووه تنه داعشيان چې غوښتل يي وتښتي ژوندي نیول شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمد نسیم سنګين د جمعې په ورځ په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ازادي راډيو ته وويل دغه کسان په هسکې مينې او رودات ولسوالیو کې نیول شوي دي:

"اووه تنه داعشيان مو پرون ژوندي ونیول چې هغوی وسلې غورځولې وې او غوښتل يي د هسکې مينې او کوټ ولسوالۍ له لارې اووم نمبر سیمې ته وتښتي او په همدې لاره پاکستان ته لاړ شي."

دغو نیول شویو تنکيو ځوانانو سره د داعش ډلې اړوند اسناد هم نیول شوي دي.

دوی په خپلو مرکو کې اقرار کړی دی چې داعش ډلې ته ورغلي وو خو هلته ورباندې سختي زیاته وه او غوښتل يې چې له سیمې وتښتي نو امنيتي ځواکونو ونیول.

دا چې دوی څنګه داعش ډلې ته راغلل او بيا ولې تښتې ته اړ شول په دې اړه دوی وايي:

"موږ داسې بنده کوټه کې پراته و راته يې ويل داسې جهاد به کوئ او کله به چې پایڅې ښکته وې وهل به يې ورکول او یا به دې ږېره وهلې وه هم يي وهلې بیا د هغو نظام زموږ خوښ نشو او تښتېدلو چې دوی ونیولو.

"زه د نارنج باغ مدرسه کې وم زما ملګری و په پېښور کې هغه به راته وېډیو ګانې راښکاره کولې بیا دې ملګرو سره مو خبره وکړه راغلو دلته او زه به چې کله پېښور ته لاړم هلته به يې راته وېډيو ګانې ښودلې."

د نیول شویو له ډلې یو تن عبدالودود بيا وايي په داعش کې بهرني وګړي هم ډېر وو.

دده په خبره په داعش کې د پاکستاني وسله والو پرته ازبکستاني او روسي هم موجود وو:

"دوه دانې روسان وو یو تاجکستانی و نور ډېر خلک و خو هغوی په پښتو ژبه خبرې کولې."

د ویلو ده چې له دې وړاندې هم په لسګونو داعشيان نيول شوي چې اکثرا يې د سیمې هېوادونو وکړي وو.

حنیف اتمر: افغانستان ته اکثره داعشیان له پاکستان نه راځي

له دې وړاندې امنيتي ځواکونو هم رسنیو سره په مرکو کې ويلي وو چې په داعش کې اکثرا بهرني وګړي دي چې زیاته برخه پاکستانيان دي.

راپور: شاه محمود شینواری