چارواکي: ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو داعشیانو ته د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لاهم د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې د داعشیانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.