شهیم:د پاکستان تورونه بې بنسټه دي

د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز وايي، افغانستان د ترورېزم ملاتړی نه بلکې په خپله ددغې پدیدې قرباني دی.

جنرال قدم شاه شهیم نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اسلام اباد هغه ادعا چې ګواکې په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونو ترشاه په افغانستان کې د ځینو لاس کړیو لاس دی بې بنسټه دي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترهګرو ترمنځ هیڅ ډول توپیر نه کوي او څوک چې په دې اړه تورونه لګوي هیله کوو چې له موږ سره دې په اړیکه کې شي افغانستان د ترورېزم ملاتړی نه بلکې قرباني دی."

د نوموړي په خبره دا چې څوک له ترهګرو ملاتړ کوي ټول پرې پوهیږي خو غوره لاره داده چې پر یوبل د تورونو پرځای په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې صادقانه مبارزه وشي.